افغانیان ویبپاڼې ته ښه راغلاست، په افغانستان کې ستاسو نژدې ملګرېافغانیان د ژباړې افغانستان مېشته کمپنۍ ده چې د خپلو مناسبو بیو، لوړ کیفیت او د غوره ژباړو او پراخو کمپیوټري خپرونو له امله له خورا ښه شهرت څخه برخمنه ده. موږ د رسمي او نارسمي مجربو او ازمايليو ژباړونکو په درلودو خپلو پېرونکو ته په هره برخه کې د افغانستان په دوو ژبو(پښتو، دري) او دا راز په اردو ژبه د ژباړې خدمتونه ترسروو. زموږ وړ او حساس ټايپسټان له کارپوهانو او ژبپوهانو سره په ګډه ستاسې غوره او چټک خدمتونه ترسروي. د افغانیان بنسټ پر کیفیت ولاړ دى، چې د دغې موخې د ترلاسي او د کره، پیاوړو او سیالو خدمتونو د وړاندي کولو لپاره زموږ ډله د کیټ (کمپیوټري ژباړې)، ډي ټي پي (د کمپوټري خپرونو) او ویب ډیزاین پروګرامونو په ګډون په غوره ټیکنالوژۍ سمباله ده. د نورو خدمتونو ترڅنګ افغانيان ستاسې دا کارونه او خدمتونه هم ترسروي: لیکنۍ او ګړنۍ(شفاهي) ژباړې، ګڼ ژبیزې کمپیوټري خپرونې او د ویبپاڼې ځاى پرځايينه. د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه وکړﺉ یا همدا اوس وړیا بیې ترلاسه کړﺉ.
|
خپله وړیا بیه ترلاسه کړﺉ. |
|||
|
|